اته ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
دهيواد په څو ولايتونو کې پرون دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ٢٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ: دغه عمليات چې دملي اردو او د ملي امنيت د ځواکونو په  همکارۍ د ننګرهار، لغمان، کندز ،  بدخشان، بلخ ، زابل ، ارزګان ، خوست او دپکتيا د ولايتونو په مربوطاتو کې پيل شوي و؛ له امله يې ٢٨تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ٤٧ تنه ټپيان او څلور تنه نوريې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او ٢٣ ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
دغه راز ملي پوليسو دنيمروز، هرات ، قندهار، ميدان وردګو او د فارياب دولايتونو په مربوطاتو کې ٢١ ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته