کابل/ د ليندۍ ٦مه/باختر
د وسله والو طالبانو اته غړي په کونړکې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه د تېرې شپې په نيمايي کې اسعدآباد ښار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو غوښتل څو تنه وتښتوي.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې د يوه پاکستاني جګړه مار په ګډون اته وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې پوځيانو پر دغو وسله والو طالبانو په بريد سره د دغو کسانو د تښتولو مخه ونيوله.
په جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زېرمه په کونړکې کشف شوه.
دغه زېرمه په څوکۍ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په پټنځي کې ساتل کېده.
پوځيان وايي: له دغې زېرمې څخه څو بمونه او ماينونه، چاوديدونکي توکي او د چولو وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د کونړ پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د نهو ماينونو په کشف سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو عاملين بلل شوي دي.
پاى ذ