امنیت

اته وسله وال طالبان په هلمند کې په هوايي بريد کې ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ اتمه :
هلمند کې په هوايي بريد کې اته وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول
دغه طالبان له تېرې شپې څخه تر نن سهار پورې په مارجې  اوسنګين ولسواليو کې تربريد لاندې راغلل .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه بريدونه دهېواد هوايي ځواکونو ترسره کړي دي .
ده تاييد کړه چې په دغو هوايي بريدونوکې اته وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور يې ټپيان شول .
درپوټونو له مخې په دغو بريدونوکې دطالبانو درې پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړشوي دي .     ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته