امنیت

اته وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ دزمري٤مه /باختر:
اته وسله وال طالبان په هلمند کې په نويو جګړوکې ووژل شول او ٤ نور يې ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه په مارجې او نهرسراج ولسواليو کې ونښتې .
  ميوند قول اردو د خبرپانې په خپرولو وايي :  چې طالبانو د نهر شاهي اومارجې د پوځيانو پر پوستو د بريد هوډ درلودل  چې پرې ډزې وشوې.
  دغه قول اردو ومنله  چې په دې بريد کې اته طالبان ووژل شول او٤ نور يې ټپيان شول.
طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته