امنیت

اته وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۹مه/باختر
اته وسله وال طالبان په قندهارکې په هوايي بريد کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د ميوند ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دوى په پټنځي کې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په بريد کې اته وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کېږي په بريد کې د سيمې خلکو ته زيان نه دې رسېدلى.
د يو بل خبرله مخې: په قندهارکې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
د قندهار پوليسو نن سهار د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو په تېره بيا له خاکرېز او ميوند ولسواليو څخه ٢٠ ماينونه کشف او شنډ کړل.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو مسوول بلل شوي دي، خو په دې اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته