امنیت

اته وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ ١٤مه/باختر
اته وسله وال  طالبان په زابل کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو د قلات ښار ته څېرمه د طالبانو ډلګيو ته د جنګي وسايلو د لېږدونې په وخت کې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې په جګړه کې اته وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې پوځيانو پر دغو طالبانو د قلات ښار ته څېرمه کله يې چې خپلو ملګرو ته جنګي وسايل لېږدول؛ بريد وکړ.
ويل کېږي په جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې:
د زابل پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د اتو ماينونو په کشف سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته