امنیت

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
د يوه قوماندان په ګډون ۸ وسله وال طالبان په روزګان کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په خاص روزګان ولسوالۍ او ترينکوت ښار ته څېرمه بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړو کې د طالبانو سيمه ييز قوماندان ملا خيرالله له اوو تنو نورو ډار اچوونکو سره  ووژل شو.
هغه وويل چې دغه کسان په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
  ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته