امنیت

اته وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول .

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دهېواد دهوايي قواوو په عملياتو کې چې پرون دبادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې  ترسره شول، دطالبانو دسره قطعې  دقوماندان په ګډون ٨ وسله وال طالبان ووژل شول .
دابکمري  ولسوال خدا داد طيب  باختراژانس ته وويل چې دغه بريد دابکمري  ولسوالۍ په ميده قل سيمه کې  دطالبانو دراټولېدو په سيمه کې وشو چې په پايله کې يې د طالبانو دسره قطعې  دقوماندان په ګډون ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول او ددوى څو موټرونه او جنګي وسايل هم ويجاړ شول.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته