کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٣ :
د ملي دفاع وزارت وايي چې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې اته نوي تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، اته ديرش تنه ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي : دغه عمليات دننګرهار ولايت داچين ، دکاپيسا ولايت دتګاب او اله ساى او دکونړ ولايت دماڼوګي ، دپکتيا ولايت دډنډ پټان او څمکنيو ، دغزني ولايت دمقر ، ګيرو او دواغظ په ولسواليو او په غزني ښار ، دقندهار ولايت دغورک ، د روزګان ولايت په دهراود ، دزابل ولايت دشاه جوى ، دهرات ولايت دانجيل ، دفراه ولايت دبالابلوک ، دتخارولايت داشکمش ، دبدخشان ولايت د وردوج او دهلمند ولايت دموسي قلعه او مارجې ، کجکي او دسنګين په ولسواليو او دقندز ښار ته څيرمه ترسره شول چې په بهيرکې يې يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه اوپه لسګونو ډول ډول ماينونه کشف اوشنډ کړاى شول.
دغه راز دملي دفاع وزارت تائيد کړه چې ددښمن ددرندو وسلو دډزو او په واټ کې د ښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې له امله دملي اردو لس تنه منسوبين شهيدان شوي دي. پاى
0 1 دقیقه لوستل