کابل / دليندې ٣مه / باختر :
اته وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه په چارچينو ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو په يوې ډلې وسله والو طالبانو ډزې وکړې .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دې بريد کې اته وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل: دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت و ، چې پرې بريد وشو .
په دې جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دروزګان پوليسو ددغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه داتو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولومسوول بلل شوي دي .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل