امنیت

اته طالبان په دایکنډي کې ووژل شول .

نیلي دوږي ۲۹ باختر
په دایکنډي کې د وسله والو طالبانو برید تېره شپه په شاه وتمبول شو او اته وسله  وال طالبان هم ووژل شول .
د دایکنډي د امنیې قواندانۍ د مطبوعاتي دفتر امر ګل اقا سجادي باختر اژانس ته په یوه تلیفوني اړیکه کې وویل چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د کجران ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امنیتي پوستو برید وکړ چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول .
سجادي زیاته کړه چې په دې پېښه کې اته وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپیان شول .
د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر وویل په دغه برید کې یو امنیتي منسوب شهید او درې نور ټپیان شول .
د کجران ولسوالۍ د دایکنډي یوه ناامنه ولسوالۍ ده کله کله طالبان د دغې ولسوالۍ پر پوستو برید کوي. پاى- سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته