اته طالبان په بادغيس کې ووژل شول
کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
اته وسله وال طالبان نن سهار په بادغيس کې د کومانډویانو په عملياتو کې ووژل شول.
د ځانګرو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بادغيس د قادس ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې چې د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول، ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ٧ نور طالبان ټپيان شول.
ختم –ج- ا