کابل / د زمري٢مه / باختر
اته شپېته وسله وال طالبان په لغمان او کونړ کې ووژل شول .
د ٢٠١سېلاب قول اردو وياند شېرآقا امانزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ٢۴ ساعتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د لغمان د اليشنګ او د کونړ د غازي آباد ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول، ووژل شول.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهير کې لسګونه نور وسله وال طالبان ټپيان او جنګي وسايل یې له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا
13 د یوې دقیقې څخه لږ