کابل باختر دلړم دمياشتي دريمه :
اته ديرش تنه وسله وال طالبان پرون دهيواد په لسو ولايتونوکې دملي پوليسو دځواکونو له خوا دامنيتي دندو دترسره کولو په وخت کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه دکابل ، تخار ، کندز ، فارياب ، بدخشان ، جوزجان ، روزګان، پکتيا او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يي اته ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه ويشت تنه نور دملي پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغوفعاليتونوکې ددښمن يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دملي پوليسو دځواکونولاسته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ