کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
اته تنه وسله وال طالبان دپکتيا ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ. امنيتي ځواکونو دپکتيا ولايت دسيدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تروريستانو په ځالې هوايي يبريد ترسره کړ چې له امله يې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دغه راز دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ٢٠٣ تندر قول اردو دګډو ځواکونو په عملياتو کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دغه راز دغزني او خوست دولايتونو په مربوطاتو کې ددغوعملياتو په بهير کې دوسايطو ضد اته ماينونه کشف اوشنډ کړى شوي دي .
ختم_ عطاالله – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ