اته تنه ډار اچوونکي دملي اردو دعسکرو په عملياتوکې ووژل شول

کابل –باختر دتلې ١٦
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي: دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې اته تنه ډار اچونکي ووژل شول او شپاړلس تنه ونيول شول.
دغه عمليات د وسله والو مخالفينو له شتون څخه دميدان وردګ ،پکتيکا ،پکتيا،غزني او ننګرهار ولايتونو دنا امنو سيمو دپاکولو په موخه په تيروڅلورو يشتو ساعتونوکې ترسره شوې چې په بهيرکې يې اته تنه ډار اچونکي ووژل شول، دولس تنه ډار اچونکي او څلورتنه نور مشکوک کسان ونيو ل شول.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې اووه کلاشينکوفونه، پنځه کيلوګرامه چاوديدونکي توکې ، يوه تومانچه او نورې سپکې او درندې جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته