اته تنه ډار اچوونکى ونيول شول .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دپروان ولايت پوليسو څلور تنه ديوه ښوونځي دمدير په وژنه کې او څلور تنه نور دپوليسو يوې پوستې ته داوراچولو په تور ونيول .
ناپيژاندو وسله والو کسانو دوه ورځې مخکې دپروان ولايت په بګرام ولايت کې دپوليسو يوې پوستې ته څيرمه  دشيراقاشهيد دليسې مدير داد خدا جهش شهيد او ددغه ښوونځي يو زده کوونکي يې ټپي کړ .
ددغه ښوونځي دزده کوونکو په ګډون د سيمې اوسيدونکو ددغه عمل  پرخلاف داعتراض په توګه په مظاهرو لاس پورې کړ او د پوليسو  دغې پوستې ته يې اور واچاوه .
مظاهره کوونکو دجهش  دشهادت دعاملينو دپيژندنې  اومجازاتو او ددغې پوستې له پوليسو څخه دپوښتنې او تحقيقاتو غوښتنه کوله . 
دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي وويل دجهش  دشهادت  په اړوند يې دهغه سړي ورور چې په دغې پيښې تورن و له درې تنو نورو سره نيول شوى دى .
دغه راز ده وويل چې دبګرام ولسوالۍ په جعفر خيلو سيمه کې دپوليسو پوستې ته په اور اچولو کې هغه ځاى چې جهش  پکې شهيد شوى دى دلاس لرلو په اړوند څلور تنه نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته