اته تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٦ نيټه :
د  افغان امنيتي ځواکونو ځانګړي چاڼيز عمليات چې تېره شپه د ننګرهار ولايت         په مربوطاتو کې ترسره شول په ترڅ کې يې اته تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼي په خپرولوسره ليکلي دي ؛ تېره شپه د ملي امنيت (٠٢ ) قطعې منسوبينو  د ننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړي  چې په ترڅ کې  يې اته  تنه ډاراچوونکي  وژل شوي ، يو تن ټپي شوى  او د هغوي  لس ډول ډول وسلې له منځه وړل شوي دي.پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته