اته تنه په کندز کې د جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول
کندز/ باختر/ د عبرګولي د مياشتې ۱۲مه په کندز ولايت کې اته تنه پرون د جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول . د کندز امنيه قوماندان سمونوال منظورخان ستانکزي باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبانو اته تنه د وسله والو غلاوو، ماين ښخولو، د نشه يي توکو د قاچاقو، غلا او درغلۍ په تور د دغه ولايت په مربوطاتو او علي آباد ولسوالۍ کې له پېژندلو وروسته ونيول. ستانکزي زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه له شارژورونو سره دوه کلاشينکوفونه، دوه پرتلې، يو توغندى ويشتوونکى، د توغندي يوه ګولۍ، يو ماين او اووه نيم کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي. پاى ذکرالله