اته تنه په ننګرهار کې د جنايي جرمونو په تورپه بند محکوم شول
کابل \ د غویي١٦مه \ باختر
د ننګرهاراستيناف محکمې اته تنه د جنايي جرمونو په تور له ٨ څخه تر٣٢ کلونو په بند محکوم کړل.
دغه کسان په وژنې، غلا او جنسي تيري تورن دي.
د ننګرهار د استيناف محکمې يوه چارواکي باخترآژانس ته وويل چې دوي د اسنادو او شواهدو او د متهمانو له اعتراف وروسته هغوى له ٨ څخه تر٣٢ کلونو په بند محکوم کړل.
هغه وويل د محکمې پريکړه وروستى نه ده او تورن کسان کولاى شي د استيناف غوښتنه وکړي.
پاى \ ذ