امنیت

اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
دملي اردو د ځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې پرون دهيواد په څو ولايتونو کې ترسره شول ، اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دملي اردو ځواکونو دغه عمليات دکونړ،غزني ، فارياب،نيمروز او دقندهار دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې په بهير کې يې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څلور تنه يې ونيول شول او يوه اندازه وسلې، مهمات ، وسايط، پوځي تجهيزات او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي او ٧٢ ماينونه کشف او شنډکړى شوي دي .
د يوبل خبرله مخې : په واټ کې د يوه ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله دملي اردو يو تن منسوب شهيدشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته