امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠  :
د وسله والو طالبانو دډلې  د دوو تنو قوماندانانو په ګډون اته تنه  وسله وال طالبان  نن سهار په کونړ ولايت کې دبهرنيو ځواکونو دبې پيلوټه الوتکو دبريدونوله  امله ووژل شول.
دغه بريد دکونړولايت په مرکز اسعداباد پورې اړوند شپيګل کلي کې وشو.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان قاري ملنګ او مولوي حکيم له خپلو شپږوتنو همکارانوسره دبهرنيو ځواکونو دهوايي بريدونو له  امله
وو ژل شول .
ويل کيږي چې دغه بريد داستوګنې په يوه سيمه کې  وشو اوله امله يې  ملکي وګړو ته هم زيان اوښتى دى.
دسيمې يوه اوسيدونکي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې درې تنه ماشومان اويو نارينه هم ټپيان شوي دي  خو امنيتي ځواکونوپه دې هوايي بريد کې دملکي وګړو دسرزيان رد کړ.
پرون هم  د کونړولايت دسرکاڼو په ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونوپه هوايي بريد کې درې تنه پاکستانيان ووژل شول.
دسرکاڼو ولسوالۍ  دکونړولايت يوه لرې پرته ولسوالۍ  ده چې دپاکستان پولې
ته څيرمه  پرته ده  او ويل کيږي  چې وسله   وال  طالبان   له   همدې سيمې څخه 
دافغانستان خاورې ته ننوځي  اوپه ډاراچوونکو بريدونو لاس پورې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته