اته تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل  باختر  د وږ ي ۲۱
اته تنه وسله وال طالبان  په کندز  ولایت کې ووژل شول  .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایی  د باختر اژانس خبر یال ته وویل چې  د طالبانو د سری قطعی اته تنه غړي  ددغه ولایت  دامام صاحب  او دشت ارچي د ولسوالیو د کنجک  او ناصریانو  په ساحو او د عید ګاه ، درې لاری  ، محمد عالم  او شرشره په کلیو کې په هوایی بریدونو او  له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره  په جګړه کې ووژل شول .
رضایی زیاته کړه چې په دغو پیښو کې نهه تنه وسله وال طالبان ټپیان شول  او  د طالبان نهه قرار ګاوې،  څو سنګرونه او یوه اندازه وسلې او مهمات لمنځه تللي دي .سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته