امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په هملند کې ووژل شول .

کابل باختر دتلي  ديرشمه :
اته  تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې  دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه  دناوې  په ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په خپل مرکز کې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل  چې دپوځيانو په دغه بريد کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده وويل  په دې بريد کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې دوسله والو طالبانو يومرکز هم  دړې وړې شوى دى .
  ويل کېږي   په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ سعيده  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته