امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې٧نيټه : 
د وسله والو طالبانو د دوو تنو مشهورو قوماندانانو په ګډون اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه په هلمند ولايت کې ووژل شول.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دهلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په زرغون او ناقل آباد سيموکې دامنيتي او دفاعي ځواکونوپه عملياتوکې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو دوه تنه مشهور قوماندانان ملا ذکي او ملانصرت الله هم شامل دي .
ده زياته کړه: په دغو عملياتو کې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن څلور موټر سايکلونه او يو توغندى ويشتونکي ترلاسه او د هغوى پنځه موټر سايکلونه له منځه يوړول شول او د وسله والو طالبانو له خوا ۲۳ ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړاى شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته