امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په هرات کې ووژل شول .

کابل باختر دثور نهمه:
د هرات ولايت د شينډنډ په ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو  د ځمکنيو او هوايي هدفمندو بريدونو په نتيجه کې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
  د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد  باختراژانس ته وويل:  دغه بريدونه پرون  له هغه وروسته پيل شول  چې په لسګونه تنه وسله وال مخالفين  له فراه ولايت  او له زيرکوه څخه  د شينډنډ ولسوالۍ ته راغلي و ، او د چشمه په ساحه کې يې  دملي اردو  په يوې پوستې  بريد وکړ .
  دغې جګړې د شپې  ترلسو بجو پورې دوام درلود ، چې د کوماندو او د هوايي ځواکونو د بريدونو په نتيجه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
په دې جګړه کې  د دښمن  يوشمېر وسايط هم  له منځه وړل شوي دي .
د رارسيدلو خبرونو له مخې ،  د شينډنډ ولسوالۍ مسوولين وايي   په دې جګړه کې دوه تنه سرتيري هم شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته