امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په نويو بريدونو کې په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ دويمه  :
اته تنه وسله وال طالبان له  امنيتي ځواکونوسره په قندهار کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه او  نن سهار په ميوند ولسوالۍ کې بريد وشو.
  دهېواد په جنوب کې دملي اردو داتل قول اردويوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل: په دغو بريدونوکې ددغې ډلې ديو سيمه ئيز قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل:  په دغو طالبانو هغه وخت بريد وشوچې په خپلو پټنځيو کې په يولړ ډار اچوونکوفعاليتونوبوخت و .
درپوټونو له مخې، په دې بريدونوکې دطالبانو دوه پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شول .
ديوبل خبرله مخې ، په قندهار کې دطالبانو دډلې دجنګي وسايلو يوه زيرمه  کشف  شوه.
دغه زيرمه په نيش ولسوالۍ کې  دطالبانوپه پټنځي کې ساتل کيده .
اتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  وايي چې له دغې زيرمې  څخه دماينونو اوبمونوپه ګډون  يوه اندازه سپک اودرانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته