اته تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
په فراه ولايت کې د پوځيانو په بريدونوکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په بالابلوک ولسوالۍ او د فراه ښار ته څېرمه د دوى په پټنځيو بريدونه وشول .
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې د طالبانو په ډلې پورې اړوند اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: وسله وال طالبان د يولړ خونړيو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول .
ويل کيږي په دغو بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د طالبانو يو پټنځى هم دړې وړې شوی دى.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته