اته تنه وسله وال طالبان په خماب کې ووژل شول .

کابل باختر دوږي  نولسمه :
اته تنه وسله وال طالبان دجوزجان ولايت په خماب کې  له پوځيانو سره  په نښته کې ووژل شول  او نولس تنه نور  وسله وال طالبان  ټپيان شول .
  دجوزجان ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند حکمت الله باختراژانس ته وويل  چې پوځيانو  د خماب ولسوالۍ په شاوخوا کې دملکي وګړو  دسردزيان  دمخنيوي په خاطر  تکتيکي  په شاتګ وکړ  خو ددغې ولسوالۍ په مرکز کې دطالبانو سره په جګړه کې دي چې له امله يې تراوسه پورې  اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نولس تنه نور  سخت ټپيان شوي دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  چې دنښتو په بهير کې اووه تنه پوځيان هم شهيدان او درې تنه نور  ټپيان شوي دي .
    ويل کېږي   چې ددغې ولسوالۍ په مرکز کې  دفاعي او امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د  لاسه وتلو  کليو اداره  له طالبانو څخه بيرته  ترلاسه کړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته