اته تنه وسله وال طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل باختر د تلي څلورمه :
اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه دجوزجان ولايت  په  فيض اباد ولسوالۍ کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
  دجوزجان دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال  خاشي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان دفيض اباد ولسوالۍ په بيزګک  کلي کې دپوځيانو په يوې پوستې له بريد وروسته ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده زياته  کړه په دې نښته کې دوګړني پاڅون يو پوليس شهيد شو او ددغو ځواکونو  څلور تنه نور منسوبين ټپيان شول .
امنيتي مسوولان وايي له مرکز څخه دکومکي ځواکونو په رسيدلو سره  ددښمن نور افراد له ساحې څخه وتښتيدل او ددوى يوه اندازه جنګي وسايل هم دپوځيانو لاس ته ورغلل .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته