اته تنه وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۰ مه
اته تنه وسله وال طالبان پرون په بلخ ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې
دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په دې نښته کې دوه تنه پوځيان ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې: د پوځيانو په هغو ګډوعملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ  د بلخ ولايت د دولت آباد او بلخ ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول، دښمن ته د سر  دروند زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې تر اوسه پورې نه دى مشخص شوى.
پاى ذکرالله 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته