کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
په بدخشان ولايت کې د نويو نښتو له امله اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅلور تنه نوريې ټپيان شول.
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د بدخشان ولايت نه نومول شوي والي قاري فصيح الدين هم ددغې پيښې په ټپيانو کې شامل دى .
ددغې پيښې په قربانيانو کې په بدخشان کې دوسله والو طالبانو د ډلې جګپوړى قوماندان ملاحافظ هم شامل دى .
په دې جګړه کې چې لاتر اوسه پورې هم دوام لري يو پوليس شهيد او يو تن بل
يې ټپي شوى دى .
جګړه پرون مازيګر د وردوج ولسوالۍ په تير ګران سيمه کې هغه وخت ونښته چې په لسګونو وسله والو طالبانو د پوليسو دځواکونو په يوې اډې بريد وکړ.
دبدخشان د والي ويندوى احمد وليد فروتن دباختر آژانس خبريال ته وويل :
چې ددغې نښتې په بهيرکې په بدخشان کې ددغې ډلې يوجګپوړى قوماندان
ملا حافظ په ګډون ٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
ده تاييد کړه چې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا دبدخشان ولايت لپاره نومول شوى وايي قاري فصيح الدين هم د دغې پيښې په ټپيانو کې شامل دى .
دا په داسې حال کې ده چې دهيواد د کورنيو چارو په وزارت کې ځينو مقاماتو په دې نښته کې دقاري فصيح الدين د وژل کيدو خبر ورکړى دى .
دبدخشان د والي ويندوى وايي چې په سلګونو کومکي ځواکونو دنښتې ځاى
ته وردانګلي دي چې دجګړې په حال کې پوځيانو سره مرسته وکړي.
0 1 دقیقه لوستل