امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل باختردتلي اتلسمه :
اته تنه وسله وال طالبان تېره شپه په بادغيس ولايت کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه تېره شپه د آبکمري ولسوالۍ په کنول سيمه کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو په امنيتي ځواکونو بريد وکړ .
  په آبکمري کې د ميشتې لوا سرپرست او د جبهې مسوول ډګروال شيرعلي دربندي د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو له څلورو لوروڅخه په امنيتي ځواکونو بريدونه وکړل چې د جګړې له امله د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته