اته تنه وسله وال طالبان و وژل شول

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٥ :
په لغمان  کې  دګډو عملياتو په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان و وژل شول  اواتلس تنه  نوريې ټپيان شول.
دغه  عمليات څه موده مخکې پيل شوي اوتراوسه پوري دوام لري .
دلغمان دوالي ويندوى سرحدي ځواک باختراژانس ته وويل دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه دلغمان ولايت دمرکز دناامنو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې ددغو عملياتو په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اتلس تنه نوريې ټپيان شول .
ځواک دغه راز وويل ددغو عملياتو په بهيرکې  دطالبانو جنګي وسايل چې  دوه ويشت ماينونه ، دميزائيلو دوه توغندي او دغه راز دهغوى يو موټر اودرې کېلوګرامه چرس هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې   ددغو عملياتو په بهيرکې درې تنه پوليسان ټپيان  اودوه تنه نوريې شهيدان شوي دي .
ددغو عملياتو په بهيرکې تراوسه پوري دسيدکلا ، شهيد بابا ، توره اغامکې ،بسرام  ، کټل ، ميدانيو ،  ارمل  او بديع اباد سيمي دطالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي .
خبرځاى زياته کړه دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه دټولو سيمو تربشپړي پاکولو پوري دوام کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته