امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دلړم لومړۍ :
په کندز ولايت کې پرون د وسله والو طالبانو يو سرګروپ له خپلو اوو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د ډلې سرګروپ قاري شفيق الله له اوو تنو نورو وسله والو طالبانو سره د امام صاحب ولسوالۍ د پل خشتي او د امام الدين په څلور  لارې کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د جګړې او د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شو .
رضايي زياته کړه چې په دغو پيښوکې  شپږ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دغې ولسوالۍ د پل خشتي او امام الدين د څلور لارې کلي د وسله والو طالبانو له  شتون  څخه پاک شوي دي .
د يادونې وړ ده چې په تېرو  څلورو ورځوکې په کندز ولايت کې وسله والو طالبانو ته د سر زيات زيان اوښتی دی چې په وژل شويوکسانوکې د طالبانو څو تنه مشهور قوماندانان هم شامل دي .
ديوبل خبرله مخې:
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ماين پاکولو ټيم د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ  په قچي قزل کلي د وسله والو  طالبانو  له خوا څلور ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته