کابل باختر دغويي دمياشتې ١٥ نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانوسره دجګړې په بهيرکې وژل شول .
دغه جګړه د ډيورند کرښې ته څېرمه هغه وخت ونښته کله چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د ډيورند له کرښې څخه په اوښتو سره د سرتېرو د سپرلۍ په کاروان بريدوکړ.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې؛ په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کېږي په دې جګړه کې سرتېرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله
2 د یوې دقیقې څخه لږ