اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
کابل باختر د وري اتلسمه :
اته تنه وسله وال طالبان تېره شپه په بدخشان ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حميد رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دبدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول .
ده څرګنده کړه چې په دې هوايي بريدونوکې د دښمن يو هاموي ، يوه داشکه ، دوه قرارګاوې او يو ټينګ سنګر دړې وړي شوي دي .