اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول
کابل باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دغزني ولايت دګيلان ولسوالۍ په شينکي کلي کې ووژل شول.
دغزني دوالي وياند محمدعارف نوري دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
ده وويل په دې جګړه کې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې ؛ دغزني ښار دشنه کمربند په پوستو تيره شپه دوسله والو طالبانو دبريد په نتيجه کې درې تنه وسله وال طالبان دده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه په دې جګړه کې يو پوليس هم شهيد شوى دى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
پاى ج ذ