امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٢ :
دهېواد امنيتي او دفاعې  ځواکونو پرون دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر  ورکړ :
دهېواد امنيتي اودفاعي ځواکونو دغه عمليات دبغلان ولايت دتاله اوبرفک 
دولسوالۍ په مربوطاتو او ددغه ولايت  ددوشي ولسوالۍ د ذوالفقار، دره کک
او کنده سنګ کې ترسره کړل چې له امله يې اته تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې تپيان شول او  دهغوى يو توغندى ويشتونکى   هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته