کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د هېواد په يوشمېر ولايتونوکې پرون د امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوسايطو ضد اته ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه پوځي عمليات د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ د جزو تامونو دمنسوبينو له خوا دنورو امنيتي ځواکونو په ګډو هلوځلو سره د زابل ولايت د شينکي او شاجوى په ولسواليو او د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښارکې ترسره شول چې د شفق- ٩٥ په چوکاټ کې د اتل – ١٦ عملياتو په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د وسايطو ضد درې ماينونه کشف او په ساحه کې شنډکړى شول
0 1 دقیقه لوستل