کابل باختر دکب شپږمه :
دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې تېره شپه د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه جنګي وسايل دافغان پوځيانو لاس ته ورغلل.
دغه عمليات د را روانو انتخاباتو د ترسره کولولپاره د ښه امنيت دتامينولوپه مقصد پيل شوي و.
دقندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل: په قندهار ولايت کې د٢٠٥ اتل قول اردو ميشتو پوځونو په هغو عملياتوکې چې د پنجوايي ولسوالۍ په اړوندو ساحوکې ترسره کړل؛ له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه جنګي وسايل اونشه يي توکي هم د ملي اردو دځواکونولاس ته ورغلي دي .
ديادونې وړ ده چې په دغو عملياتوکې شاملو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
1 1 دقیقه لوستل