امنیت

اته تنه وسله وال طالبان د هيواد په څلورو ولايتونوکې ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
اته تنه وسله وال طالبان د هيواد په څلورو ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو به بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو پرون د وسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دهرات ، هلمند، پکتيا او د تخار د ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ يو تن ټپي او اته تنه نوريې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: دملي پوليسو ځواکونو د هيواد په بېلابېلو سيموکې دامنيتي دندو د ترسره کولو په بهير کې د وسايطو ضد ٦ ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته