اته تنه وسله وال طالبان د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ووژل شول.

کابل – باختر – د غبرګولي د میاشتې ۱۶
اته تنه تروریست طالبان په قیصار ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو د هوايی بریدونو له امله ووژل شول .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:- د ملي اردو د ځواکونو په هوايی عملیاتو کې چې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر سره شول اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.او د دوی یوه اندازه مهمات او وسلې ویجاړې او لمنځه تللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب ولایت له څه مودې را په دې خوا د امنیتي ځواکونو د پراخو عملیاتو ډګر دی.