امنیت

اته تنه وسله وال طالبان دغزني په اندړو کې او ددغې ډلې يو قوماندان په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
اته تنه وسله وال طالبان دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له افغان امنيتي ځواکونوسره  په نښته کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر نن  دباخترژانس خبريال ته خبر ورکړ عمليات هغه وخت پيل شول چې تروريستو طالبانو دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دډاراچونې  هوډ درلود چې ددغو عملياتو له امله اته تنه  تروريست طالبان  ووژل شول څلور تنه ټپيان او يوشمير  نوريې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن يو ه اندازه وسلې ، ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات او درې موټرسايکلونه  ترلاسه شوي دي او  ددريو تنوتروريستو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
ديوبل خبر له مخې دوسله والو طالبانو يوقوماندان دقندهار ولايت دژيړۍ ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونودفعاليتونوپه بهير کې  ووژل شواو يوساتوونکى يې ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته