-کابل باخترد لړم د مياشتې ١٦ :
په تخارولايت کې د ازواج مطهرات له مدرسې څخه اته تنه ښځينه قاريانې فارغې شوې . ددغې مدرسې مسوول قاري ذاکر باختر آژانس ته وويل : دغه ميرمنې د قرآن عظيم الشان د حفظ او زده کړې په برخه کې له يوکال وروسته له دغې مدرسې څخه فارغې او ټولنې ته دخدمت جوګه شوې .
دغه مدرسه په ١٣٨٣ کال کې دسيمې دخلکو له خوا دتالقانو ښار د شهروان پله په ساحه کې جوړه او تراوسه پورې په لسګونو ميرمنې له دغې مدرسې څخه فارغې شوي دي .
ددغو قاريانو دفراغت په مراسمو کې په لسګونوتنو درنو عالمانو، د دولتي ادارو رئيسانو اود زده کوونکو مشرانو ګډون کړى وو.