اته تنه غير مسوول وسله وال کسان له وسلو سره ونيول شول

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
دکندز پوليسو نن   اته تنه غير مسوول وسله وال کسان  له وسلو سره پوځاى  ونيول .
دکندز د والي وياند  نعمت الله تيموري باخترآژانس ته وويل چې دکندز ولايت پوليسو دکندزښار  په شمال ختيځ کې دلومړي بولک  له ساحې څخه په عملياتو کې اته تنه غير مسوول وسله وال کسان  ونيول .
ده زياته کړه  له نيول شويو کسانو څخه اووه کلاشينکوفونه هم ترلاسه  شوي دي.
هغه وويل نيول شوي  کسان دغيرمسوولو وسله والو کسانوديوه سرګروپ شمسو د ډلې افراد دي اود شمسو د نيولو لپاره هلې ځلې دوام  لري  ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته