کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د کابل پوليسو په تيرو ٢٤ ساعتوکې اته تنه دجنايي قضيو په اړوندنيولي دي دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ موظفينو د وسايطو درې تنه غله د غلا له وسايلو سره ونيول.
د کابل پوليسو يو تن دوژنې په تورد دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې ونيوه .
دغه راز يو قاتل چې څه موده مخکې يې يو تن لومړى په بېرحمي سره وژلى و او وروسته يې مړى ټوتې ټوتې کړى و او په يوه بورۍ کې يې اچولې و دکابل دپوليسو له خوا د اوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ونيول شو او په خپل جرم يې اعتراف وکړ او يوبل قاتل دکابل ولايت د استالف د ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.
يوغل چې دغلا په څو پيښو کې يې لاس درلود د پوليسو دشپاړلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ونيول شو او دوسايطو غل دبګراميو په ناحيه کې دکابل دپوليسو له خوا نيول شوى دى.
3 1 دقیقه لوستل