کابل باختردثوردمياشتې ١٣ :
دکابل پوليسو اته تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په نيول شويوکسانو د وژنې، د وسايطو د غلا او د سندونو د جعل کولو تور لګول شوى دى او د کابل ښار د لومړۍ، شپږمې، پنځلسمې ناحيې او دکابل ولايت د بګراميو او د قره باغ له ولسواليو څخه ونيول شول .
ديوبل خبرله مخې: د ننګرهارولايت پوليسو د نازيانو ولسوالۍ په مربوطاتوکې په دوه سوه اتيا جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ