امنیت

اته تنه دغلا په تور ونیول شول

کابل / دليندۍ ۱۳ / باختر
دپوليسو مسوبانو په کابل ، خوست او کندز کې اته تنه  دوسله والې غلا او دعامه نظم  دګډ وډلو په اړوند ونيول .
دکورنیو چارو وزارت مطبوعاتی دفتر باختر آژانس ته وویل: په دوی کې له اوومې ناحیې څځه  دوه تنه دغیر قانوني وسلو دلېږدولو او دعامه نظم   دګډوډولو په اړوند  له دوو وسلو سره ،او دوه تنه نور دکابل ښار له شپږمې ناحیې څخه ددوکان دغلا په اړوند ونيول شول .
دخوست دامنیې قوماندانۍ پوليسو دوه تنه ددغه ولایت په مرکز کې دوسله والې غلا ، نغدو پیسو ، دکور دمالونو ،له دوو وسلو ،دوو مخابرو ،او یو ولچګ سره ونیول .  دکندز دامنیې قوماندانۍ پولیسو دوه تنه دنغدو پیسو په اړوند ددغه ولایت په مرکز کی  ونیول. پای شکریه خروټې

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته