امنیت

اته تنه دانسان تښتونې په تور ونيول شول

-کابل باختردثور دمياشتي دريمه :
دننګرهارولايت  دملي امنيت درياست منسوبينو اته تنه د دوو تنو دتښتونيې په تور تيرماښام ونيول .
دغه کسان هغه وخت ونيول شول چې دوه تنه يې دننګرهار ولايت دبهسودو او روداتو له ولسواليو څخه تښتولى وو.
دننګرهار ولايت  دبهسودو ولسوالۍ امنيه قوماندان سيدروح اله امين سادات  باختراژانس ته وويل دغه کسان جرمي سابقه لري اوپه خپل جرم يې اعتراف کړي دي .
خبرځاى زياته کړه  چې اووه تنه  دغه انسان تښتوونکي دجلال اباد ښار اويوتن يې دکابل دهودخيلو اوسيدونکي دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته